چينايي پولیسو په چړو سنبال درې اويغور وژلي دي

د انځور حقوق AFP

د چینايي چارواکو د اعلان پر بنسټ د چین په شمال ختیځ شینجیانګ ښار کې پولیسو په چړو سنبال د اویغور درې کسان په ډزو وژلي دي.

د چارواکو په وینا، دغه پېښه د دوشنبې په سهار داسې وخت وشوه چې پولیسو د لیاوننګ ایالت په پلازمېنه کې پر یوه کور چاپه واچوله.

د دغې پېښې په لړ کې د وژل شویو کسانو تر څنګ یوه اویغور مېرمنه هم ټپي شوې ده.

پولیسو وژل شوي کسان د ،سنکیانګ سختدریځي و بلل.

د چین سنکیانګ ایالت کې اویغوري مسلمانان ډېر زیات دي او دلته له پولیسو سره جګړې او بریدونو پېښې ډېرې ترسره کېږي، چې ډیری وخت پولیس یې پړه پر سختدریځو ور اچوي.

په سنکیانګ کې د دا ډول شویو پېښو څخه دا یې هم یوه ده.

د لیاوننګ چارواکو د مايیکروبلاګنګ پر ویبپاڼې او ځینو چینايي چارواکو په دې اړه یو پیغام خپور کړی.

په دغه پیغام کې ویل شوي چې پولیسو د چاپې په بهیر کې ۱۶ مشکوک سختدریځي هم نیولي دي.

په دغه پیغام کې دا هم ویل شوي، چې د عملیاتو په بهیر کې کله چې یوې ودانۍ ته پولیس دننه کېدل نو په لویو چړو سنبال څلورو کسانو پر پولیسو د جهاد په نعرو سره برید وکړ.

د انځور حقوق

په پیغام کې راغلي، چې لومړی پولیسو په شاتګ وکړ او د بیړنۍ مرستې به غوښتو سره له ۲۰۰ ډېر سرتیري، چې د سختدریځو پر وړاندې د ځانګړي ځواک غړي هم په کې وه د پېښې سیمې ته ورسېدل او نژدې تول کورونه یې تخلیه کړل په هغه ودانۍ یې چاپه واچوله چې سختدریځي په کې وو او عملیات یې پیل کړل.

ورته مطالب